د بامیانو مطبوعاتي دفتر نن (پنجشنبه، د سپتمبر۱۸مه) اعلان وکړ، چې د دغه ولایت سیمهییزو مسوولینو په ګډون د «بام اسیا» عصري هوټل پرانیسته وشوه.
په دغو مراسمو کې، د بامیان سیمهییزو چارواکو د دې مهمې ښاري پروژې له بشپړېدو او عملیاتو څخه خپله خوښي څرګنده کړه او د بامیانو په مرکز کې د ژوند کیفیت ښه کولو، د ښاریانو او سېلانیانو لپاره د معیاري خدماتو وړاندې کولو او د اقتصادي او ګرځندوی زیربنا پیاوړتیا لپاره د عصري “بام اسیا” هوټل جوړول یې یو اغیزمن ګام وباله.
د بام اسیا هوټل د جوړولو پروژه، چې ټولټال ۹۸ میلیونه ۹۸۳ زره ۴۹۵ افغانۍ لګښت لري، د بامیانو ښاروالۍ له پراختیایي بودیجې څخه تمویل شوې او درې اصلي برخې لکه د پنځه پوړیزې ودانۍ جوړول په خپل اساسي بڼه، شاوخوا ساحه او شنه ځای، او د هوټل بشپړ تجهیزات پکې شاملې دي.
د مسوولینو په وینا، دا هوټل د منلشویو معاصرو معیارونو سره سم ډیزاین او سمبال شوی او اوس چمتو دی چې اتباعو، کورنیو او بهرنیو سېلانیانو ته معیاري خدمات وړاندې کړي، د ملي او نړیوالو څانګو او ادارو لپاره علمي او تعلیمي سیمینارونه، مذهبي او کلتوري مراسم او د خلکو د خوښۍ غونډې ترسره کړي.


