اکوادور اعلان کړی، چې د نړیوال تروریزم سره د مبارزې په برخه کې یې د مهم ګام په توکه د ایران سپاه پاسداران د ترهګریز سازمان په توګه نومولی دی.
د اکوادور ویلي دا پریکړه یې د سپاه پاسداران انقلاب لخوا د ترهګریزو او تخریبي فعالیتونو د شواهدو پر بنسټ شوې، په ځانګړې توګه د قدس ځواک، چې په لاتین امریکا کې د بهرنیو عملیاتو مسوولیت پر غاړه لري.
رویټرز راپور ورکړی چې دا اقدام د اکوادور د پراخو هڅو یوه برخه ده چې د ایران د اسلامي جمهوریت او په سیمه کې د هغې د نیابتي ډلو د نفوذ سره مبارزه وکړي، چیرې چې سپاه پاسداران انقلاب اسلامي د نشهیي توکو د قاچاق شبکو، ترهګریزو فعالیتونو او تخریبي فعالیتونو ملاتړ تورن شوی دی.
د ولسمشر ډینیل نوبوا په مشرۍ د اکوادور حکومت په یوه رسمي بیان کې اعلان وکړ چې سپاه پاسداران د هېواد د ترهګرو سازمانونو په لیست کې “د ترهګرۍ ملاتړ، وسلهوالو ډلو تمویل او د هېوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنه” لپاره اضافه شوی دی.
دا پریکړه د اکوادور په بندرونو کې د ایران سره د شکمنو فعالیتونو په اړه لکه د وسلو او نشهتوکو قاچاق په برخه کې د داخلي تحقیقاتو وروسته کیږيد اکوادور چارواکو ویلي چې دا اقدام د ملي امنیت د ساتنې او د نړیوالو شریکانو سره د همکارۍ لپاره اړین دی.
رویټرز زیاته کړې چې اکوادور لومړنی لاتیني امریکایی هېواد دی چې د ایران د سپاه پاسداران یې په بشپړ ډول د ترهګریز سازمان په توګه لېست کې واچاوه، که څه هم پاراګوای مخکې د سپاه پاسداران د برید څانګه، قدس ځواک، په ۲۰۱۹ کال کې د ترهګرو سازمانونو په لیست کې شامل کړی و.


