خانهافغانستانپنجشېر کې د څه باندې ۶۱ میلیون افغانیو په لګښت ۴۰ پروژې...

پنجشېر کې د څه باندې ۶۱ میلیون افغانیو په لګښت ۴۰ پروژې بشپړې شوې

د پنجشېر ځایي سرچینې ویلي، د یاد ولایت په «پریان» او «دره» ولسوالیو کې د ۴۰ بېلابېلو پروژو چارې بشپړې او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوې دي. 

د سرچینو د معلوماتو له مخې چې دا ۴۰ پروژې د «اکتید» موسسې له لوري پلې شوې چې  د اوبو لګولو کانالونه، کانکریټي او خام سړکونه، ساتندوی دېوالونه، پلې لارې او نورې بېلابېلې پروژې پکې شاملې دي.

په ورته مهال د اسلامي امارت باختر اژانس په راپور کې ویل شوي چې دا ۴۰ بېلابېلې پروژې د ۶۱ میلیون، ۸۳۸ زره، ۱۵۴ افغانیو په لګښت بشپړې او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوې دي. 

بلخوا د پنجشېر ځینې اوسېدونکي د دې پروژو بشپړېدو ته خوښ دي او په دغه ولایت کې د ورته نورو بنسټیزو کارونو د پيلېدو غوښتنه کوي. 

د یادولو ده چې په وروستیو کې د نورستان له یو شمېر ولسوالیو سره د پنجشېر ولایت نښلوونکی سړک هم جوړ او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوی دی. 

په وروستیو کلونو کې د پنجشېر په ګډون په یو شمېر نورو ولایتونو کې د ورته سلګونه پروژو چارې بشپړې شوې او همداراز اوسمهال هم په ځینو ولایتونو کې د بېلابېلو پروژو چارې پیل شوې دي.

Asmatullah SALEH
Asmatullah SALEHhttps://pohawaimedia.com/
Asmatullah SALEH has been a journalist with various Afghan media for the past Eleven years. He is currently a journalist with Khaama Press News Agency.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه