خانهافغانستانلوګر کې نږدې ۵۰ ښوونځي بیا رغول کېږي

لوګر کې نږدې ۵۰ ښوونځي بیا رغول کېږي

د ا.ا پوهنې وزارت مسوولین وايي چې په لوګر کې د ۴۹ ښوونځیو د بیارغونې چارې پیل شوې دي. 

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې دا ښوونځي په محمد اغې، خوشي، بره کي برک، خروار او د یاد ولایت مرکز کې بیارغول کیږي، او په بشپړېدو به یې ۳۰زره زده‌کوونکو ته ارام او مناسب ښوونیز چاپېریال برابر شي.

پوهنې وزارت ویلي چې د دغو ښوونځو پر رغونې ۳۶٫۱۹ میلیون افغانۍ مصرف راځي او موخه ترې د ښوونیز چاپېریال وضعیت ښه‌والی ښودل شوی دی. 

په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې دا ښوونځي د همکار بنسټ له لوري ورکول کیږي، خو دوی د دغه همکار بنسټ نوم نه دی اخیستی. 

د ویلو ده چې اوسمهال د یونیسف په ګډون د یو شمېر نړیوالو مرستندویه ادارو له لوري په بېلابېلو ولایتونو کې د ښوونځیو د رغولو او جوړولو چارې روانې دي چې د ډېرو کارونه یې بشپړېدو ته نږدې شوې دي. 

د پوهنې وزارت د خبرپاڼې له مخې چې د دغو ښوونځیو د رغنیزو چارو په بشپړېدو سره به زرګونه زده‌کوونکي مناسب درسي چاپېریال ته لاسرسی ولري. 

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه