خانهافغانستاند اسیا جام سیالۍ؛ افغان لوبډله نن د بنګله‌دیش لوبډلې پر وړاندې...

د اسیا جام سیالۍ؛ افغان لوبډله نن د بنګله‌دیش لوبډلې پر وړاندې لوبېږي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن ماښام د اسیا جام سیالیو په خپل ګروپ کې د بنګله‌دېش لوبډلې پر وړاندې د لوبې میدان ته ښکته کېږي.

دا لوبه نن (سې‌شنبې) ماښام مهال اووه بجې په متحده عربي اماراتو کې ترسره کېږي.

افغان لوبډلې د روان جام لومړۍ لوبه له هانګ کانګ لوبډلې ګټلې وه او دا یې دویمه لوبه ده، خو د بنګله‌دېش لوبډلې بیا دا درېیمه لوبه کېږي چې لومړۍ یې له هانګ کانک ګټلې او دویمه یې سریلانکا ته بایللې وه.

افغان لوبډله که نننۍ لوبه وګټي، نو په څلورو غوره لوبډلو کې راتللی شي او بنګله‌دیش لوبډله له روان جام څخه بهر کېږي.

بلخوا د افغانستان کرکټ بورډ ویلي چې افغان لوبډله نننۍ لوبې ته بشپړه چمتو ده او د بریا هیلې شته. 

په ورته مهال د افغان لوبډلې روزونکي«جاناټان تراټ» ویلي چې افغان لوبډله باید د بالینګ ترڅنګ په توپوهنه هم کار وکړي. 

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه