د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو ویلي، سږ کال نږدې ۳۷ زره ټنه د انګورو حاصلات ترلاسه شوي چې د تېر کال په پرتله سږ کال ۱۰ سلنه زیاتوالی پکې راغلی.
د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو امر محمد رفیع ابراهیمي رسنیو ته ویلي چې، لوګر کې د انګورو ۱۹۶۷ هکتاره باغونو څخه سږ کال نږدې ۳۷ زره ټنه د انګورو حاصلات ترلاسه شوي دي.د
د ابراهیمي په خبره د انګورو په حاصلاتو کې د زیاتوالي مهم لاملونه ښه اقلیمي شرایطو، ډاډمن امنیت او بڼوالو ته د عامه پوهاوی پروګرامونو او نویو باغونو جوړول دي.
نوموړي همداراز زیاته کړې چې تېر کال لوګر کې د انګورو ۱۹۶۷ هکتاره باغونو څخه ۳۲ زره متریک ټنه حاصلات ترلاسه شوی وو.
د لوګر بڼوال هم وایي، چې سږکال د انګورو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی. خو په ورته مهال کې دوی بیا ټینګار کړی چې په دغه ولایت کې سږ کال د انګور بازار سوړ دی بهرنیو هېوادونو ته د صادراتو نشتوالي له امله په کور دننه د انګورو بیې خورا ټیټې وې او دوی ان له زیانونو سره هم مخ کېږي.


