خانهافغانستانمیدان‌وردګو کې د «ډاکار» موسسې له لوري د څښاک اوبو درې شبکې...

میدان‌وردګو کې د «ډاکار» موسسې له لوري د څښاک اوبو درې شبکې جوړې شَوې

له تېر یو کال راهیسې د میدان‌وردګو ولایت په چک او سیداباد ولسوالیو کې د څښاک پاکو اوبو درې‌ جوړې‌شوې شبکې ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوې دي.

د دغه ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولینو ویلي چې دا شبکې د «ډاکار» موسسې په مالي ملاتړ په تېر یو کال کې جوړې او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوې دي. 

د سرچینې د معلوماتو له مخې دا شبکې د ۲۳٫۷ میلیون افغانیو په لګښت د سیداباد ولسوالۍ په «خواجه غړومبان» او «بهادرخېلو» او د چک ولسوالۍ په «لنګر ډاګ» سیمه کې جوړې او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوې دي.

په ورته مهال د یادو سیمو خلک د دا ډول شبکو له جوړېدو خوښ دي، خو په دغه ولایت کې د نورو پراختیايي پروژو د پلې‌کېدا غوښتنه کوي. 

تر دې مخکې هم په یو شمېر ولایتونو کې د نړیوالو مرستندویه ادارو په مالي ملاتړ د څښاک اوبو لسګونه شبکې جوړې او زرګونه کورنۍ له پاکو اوبو برخمنې شوې دي.

د ویلو ده چې دا مهال افغانستان د اقلیمي بدلون له خطرناکې پایلې سره مخ دي او د پلازمېنې کابل په ګډون د څښاک اوبو ته د هېوادوالو لاسرسی سخت شوی دی.  

Asmatullah SALEH
Asmatullah SALEHhttps://pohawaimedia.com/
Asmatullah SALEH has been a journalist with various Afghan media for the past Eleven years. He is currently a journalist with Khaama Press News Agency.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه