د احصايې او معلوماتو ملي ادارې خبر ورکړی، چې د دوی لخوا راټول شویو ارقامو کې د هېواد په کچه د ۱۴۰۴ کال د زمري مياشتې د صادراتو ټول ارزښت ۱۴۴٫۹ ميليون ډالر و، چې د روان کال د چنګاښ میاشتې په پرتله ۴۰٫۹ ميليون ډالره زیاتوالی لري.
د احصايې او معلوماتو ملي ادارې نن(شنبه د وږي ۲۲مه) خبر ورکړی، چې د هېواد په کچه د ۱۴۰۴ کال د زمري مياشتې د صادراتو او وارداتو اړوند ارقام راټول او تحليل کړي، او د دې ارقامو له مخې په دغه مياشت کې د هېواد په کچه د صادراتو ټول ارزښت ۱۴۴٫۹ ميليون ډالر او د وارداتو ټول ارزښت یو میلیارد او ۱۹۵٫۶ ميليون ډالرو ته رسېږي.
د دغې ادارې د معلوماتو له مخې د روان کال په چنګاښ کې د هېواد د صادراتو ټول ارزښت ۱۰۴ میلیون ډالر و د ارقامو تحلیل ښيي، چې د ۱۴۰۴ کال په زمري میاشت کې د صادراتو ارزښت د روان کال د چنګاښ میاشتې په پرتله ۴۰٫۹ ميليون ډالره زیاتوالی ښیي.
له دې سره د ۱۴۰۴ کال په چنګاښ کې د هېواد د وارداتو ارزښت یو میلیارد او ۱۹۱٫۱ ميليون ډالرو ته رسېده، چې د روان کال په زمري مياشت کې د تېرې میاشتې په پرتله ۴٫۵ میلیون ډالرو په ارزښت زیاتوالی پکې راغلی دی.
باید وویل شي چې د ۱۴۰۴ کال په زمري میاشت کې تر ټولو زيات صادرات پاکستان، هند او متحده عربي اماراتو ته شوي او تر ټولو زیات واردات له ایران، چین او پاکستان هېوادونو څخه ترسره شوي دي.


