خانهنړۍد چارلي کرک د وژنې شکمن کس نیول شوی

د چارلي کرک د وژنې شکمن کس نیول شوی

امریکایی رسنیو راپور ورکړی، چې د «چارلي کرک» د وژنې شکمن کس له ۳۳ ساعته لټون وروسته نیول شوی او پوښتنې ترې روانې دي.

اې‌بي‌سي نیوز نن سهار (شنبه، د سپتمبر ۱۳مه) د یوتا چارواکو په حواله راپور ورکړ، چې ایف‌بي‌ای د چارلي کرک د وژنې په شک کې د ټایلر رابینسون په نوم یو ۲۲ کلن سړی نیولی دی.

چارلي کرک، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نږدې ملاتړی د چهارشنبې په ورځ په یوتا کې د پوهنتون د یوې غونډې په جریان کې په ډزو ووژل شو.

سي‌بي‌ایس نیوز راپور ورکړی چې د چارلي کرک د وژنې شکمن کس د ضمانت پرته د یوتا په زندان کې ساتل کیږي او د لومړۍ درجې وژنې، د وسلو غیرقانوني درلودلو او د عدالت د خنډ په تور تورن شوی دی.

د راپورونو له مخې د شکمن د تېښتې ځای ته نږدې یو لوړ ځواک لرونکی ماوزر ټوپک وموندل شو، چې یوه نه کارول شوې مرمۍ یې لیکلې وه “ای فاشیست، دا واخله.” د شکمن د تېښتې د څارنې ویډیو هم هغه شیبه ښیي چې هغه تښتیدلی و.

سي‌ان‌ان راپور ورکړ چې شکمن کس په دې وروستیو کې له سیاست سره علاقه پیدا کړې وه او یو ځل یې د کورنۍ په ډوډۍ کې په پوهنتون کې د چارلي کرک د شتون په اړه بحث کړی و، او د هغه څرګندونې یې “کرکه لرونکې” وبللې. د ټایلر رابنسون ګاونډیانو هغه د یو متواضع او خاموش ځوان په توګه بیان کړ.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه