خانهافغانستاناوزبکستان افغانستان ته د چورلکو د لېږد په اړه راپورونه رد کړي 

اوزبکستان افغانستان ته د چورلکو د لېږد په اړه راپورونه رد کړي 

د اوزبکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند، احراز برخانوف وايي چې له یاد هېواد څخه افغانستان د پخواني پوځ د چورلکو د لېږدولو په اړه راپورونه ناسم دي. 

نوموړي په دې اړه ټول هغه راپورونه رد کړي چې ګواکې د پخواني پوځ الوتکې به افغانستان ته بېرته وسپارل شي. 

تر دې مخکې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې په اوزبکستان د افغانستان د پخواني هوايي ځواک چورلکې به اسلامي امارت ته وسپارل شي. 

که څه هم اسلامي امارت په دې اړه رسمي څه نه وو ویلي، خو د ا.ا په بهرنیو چارو وزارت کې سرچینو دا موضوع له ځینو رسنیو سره شریکه کړې وه.

د ویلو ده چې په افغانستان کې د جمهوري نظام له نسکورېدو وروسته هوايي ځواک ځینې چورلکې اوزبکستان ته هېواد ته ولېږدول شوې.

بلخوا اسلامي امارت بار بار افغانستان ته د دغو چورلکو د بېرته ورسپارل کېدو غوښتنه کړې وه.  

اسلامي امارت ویلي وو چې دا چورلکې د افغانستان حق دی او باید چې بېرته اوسني هوايي ځواک ته وسپارل شي. 

څو ورځې مخکې هم د ا.ا بهرنیو چارو وزارت کې ځینو سرچینو ویلي وو چې د افغانستان د چورلکو د بېرته راستنولو په تړاو خبرې پیل شوې دي. 

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه