خانهافغانستانټرمپ: افغانستان په کمو امکاناتو خپل امنیت ټینګ کړی

ټرمپ: افغانستان په کمو امکاناتو خپل امنیت ټینګ کړی

د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ وایي چې افغانستان له امنیتي اړخه خوندي او امن دی.

ټرمپ له رسنیو سره په خبرو کې افغانستان د امریکا له «شیکاګو» سره پرتله کړی او ویلي یې دي چې افغانستان له شیکاګو ښه امنیت لري. 

ټرمپ دا هم ویلي چې دا مهال په امریکا کې هره اوونۍ تر اتو کسان د وسله‌والو پېښو قرباني کېږي، خو افغانستان په کمو امکاناتو خپل امنیت ساتلی دی. 

د رسنیو د راپورونو له مخې چې ټرمپ دا څرګندونې وروسته له هغې کړې چې د هغه نږدې ملګری «چارلي کرک» په یو وسله‌وال برید کې ووژل شو.

د امریکا ولسمشر څه موده مخکې هم د یوې افغان خبریالې د یوې پوښتنې په ځواب کې د افغانستان په اړه ویلي وو چې په امن کې ژوند وکړي.

ډونالډ ټرمپ که څه بار بار له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتل او دلته د امرکايي وسلو پرېښودل د امریکا په تاریخ کې له شرم ډک اقدام بللی و، خو د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه یې دا څرګندونې د نړیوالو رسنیو سرټکي شوي دي. 

د ویلو ده چې په وروستیو کې په امریکا کې وسله‌وال بریدونه زیات شوي دي. 

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه