خانهافغانستاند سپټمبر ۱۱مه؛ هغه بریدونه چې افغانستان ته د امریکا راننوتو پلمه...

د سپټمبر ۱۱مه؛ هغه بریدونه چې افغانستان ته د امریکا راننوتو پلمه شول

له نن څخه ۲۴ کاله وړانډې، د سپټمبر پر ۱۱مه د امریکا متحده ایالاتو پر نړیوال سوداګریز ودانیو بریدونه وشول، چې له امله یې نږدې ۳ زره کسان ووژل شول.

امریکا ویلي، چې نن (پنج‌شنبه د سپټمبر ۱۱مه) په دغه هېواد کې د سپټمبر ۱۱مې د بریدونو ۲۴مه کلیزه نمانځي.

په دغه ورځ کې د څلورو تښتول شویو الوتکو د نیویارک په مرکز کې د نړیوالو سوداګریزو دوه برجونه او په واشنګټن کې د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون ودانۍ بریدونه وکړل او او یوه بله الوتکه له برید مخکې په پنسلوانیا کې رانسکوره شوه.

په دې برید د القاعدې شبکې ۱۹ غړيو لاس درلود، چې ۱۵ تنه یې د سعودي عربستان اوسېدونکي وو.

د سپټمبر د ۱۱مې د برید اصلي طراح، د القاعده مشر اسامه بن لادن و، چې وروسته بیا پاکستان په ایبټ اباد کې د ۲۰۱۱م کال د مې میاشتې پر دوهمه په خپل کور کې ووژل شو.

امریکا هر کال دا بریدونه نمانځي، او سږکال د ټرمپ د ولسمشرۍ په دویم پړاو کې هم د خپلو وګړو په یادونې او دې غمیزې ته د درناوي لپاره په منهتن کې د سپټمبر ۱۱مې د یاد په ځای کې مراسم نیول کېږي. سربېره پر دې د نیویارک د «سېنټ پل» په کلیسا کې هماغه وخت چې لومړنۍ الوتکه له دوه‌ګونو برجونو سره وجنګېده د هیلو زنګ  ۸:۴۶ بجې غږول کېږي.

له دې بریدونو وروسته د امریکا د هغه مهال ولسمشر جورج ډبلیو بوش د نړیوالې ټولنې په ملاتړ په ۲۰۰۱ کال د اکټوبر په ۷مه پر افغانستان برید وکړ.

د دغو بریدونو دوه میاشتې وروسته  امریکا د طالبانو پنځه کلنه واکمني پای ته ورسوله، او بوش وویل: “زموږ د ځواکونو په هڅو او د ملاتړو او افغانانو به همکارۍ د طالبانو رژیم پای ته رسېدلی دی. “”

 شل کاله یې د تروریزم پر وړانډې جګړه وکړه او بالاخره ۲۰۲۱ کال د اګست په پای کې هغه مهال یې دغې جګړې ته د پای ټکی کېښوده، چې خپل ټول امریکایي ځواکونه د دې میاشتې ترپایه له دې هېواده ووتل او ا.ا بیا پر افغانستان کې واک ترلاسه کړ.

له دې سره د ا.ا ویاند ذبیح.الله مجا.هد نن د یوه غزیز کلپ په خپرولو سره ویلي چې د د سپټمبر د ۱۱م په افغانستان پورې هېڅ اړه نه درلوده، او دا برید له افغانستان څخه بهر طرح شوی و.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه