خانهسپورتد اسیا جام دویمه لوبه به نن د هند او متحده عربي...

د اسیا جام دویمه لوبه به نن د هند او متحده عربي اماراتو لوبډلو ترمنځ وي

د ۲۰۲۵ کال د اسیا جام سیالیو په دویمه لوبه کې نن د هند او متحده عربي اماراتو لوبډلې د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي.

د ۲۰۲۵ کال د اسیا جام سیالیو په دویمه لوبه کې نن(چهارشنبه، د وږي ۱۹مه) د هند او متحده عربي اماراتو لوبډلې د یو بل په وړاندې لوبېږي.

دغه سیالۍ به نن ماښام په ۷ بجو پیل شي.

د اسیا جام په لومړنۍ لوبه کې تېره شپه د افغانستان او هانګ کانګ ملي لوبډلې سره مخامخ شوې، چې افغان ملي لوبډلې د ۹۴ منډو په توپیر وګټله.

دغه جام به د روانې سپټمبر میاشتې تر ۲۸مې دوام کوي، چې اته لوبډلې پکې ګډون کړی.

ګډونوالې لوبډلې په دوو ګروپونو وېشل شوې دي.چې  په لومړي ګروپ کې هندوستان، پاکستان، عمان او متحده عربي امارات لوبډلې دي او په دویم ګروپ کې افغانستان، سریلانکا، بنګله‌دېش او هانګ کانګ لوبډلې دي.

اسیا جام سیالۍ هرو دوو کالو وروسته په شل اوریزو او یا هم پنځوس اوریزو فارمټونو کې ترسره کېږي. او د کرکټ مبصرینو په وینا په سږني اسیا جام سیالیو کې افغانستان هم یو له پیاوړو لوبډلو بلل کېږي، چې تر پایلوبې به هم ورسېږي.

د یادولو ده چې اسیا جام په لومړي ځل ۱۹۸۴ کال کې د درېیو هېوادونو هند، پاکستان او سریلانکا ترمنځ ترسره شوی وو.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه