ترکي رسنیو خبر ورکړی چې د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې له زلزلهځپلو سره د یاد هېواد مرسته د رارسېدو په حال کې ده.
رسنیو د ترکیې له طبیعي پېښو سره د مبارزې ادارې په حواله ویلي چې د مرستې دغه کاروان پرون (سېشنبې) د افغانستان په لور حرکت کړی دی چې پکې خوراکي او غیرخوراکي توکي شامل دي.
د ویلو ده چې ترکیې له ۲۰۲۲ راهیسې له افغانستان سره د خوراکي او غیرخوراکي توکو له ۱۰ زره ټن زیاته مرسته کړې ده.
تر دې مخکې هم یو شمېر نورو هېوادونو د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د وروستۍ خونړۍ زلزلې له امله له ځپلشویو کورنیو سره خپلې مرستې کړې وې.
تېره اوونۍ د افغانستان ختیځ ولایتونه په ځانګړې توګه کونړ یوې خونړۍ زلزلې ولړزول چې له امله یې نږدې دوه نیم زره کسانو ژوند له لاسه ورکړ.
په ورته وخت کې د کونړ زلزلهځپلي وایي چې دوی ته دې د ژمي تر راسېدو مخکې اساسي سرپناوې جوړې شي، هغه غوښتنه چې په وروستیو کې یو شمېر نړیوالو مرستندویه ادارو هم مطرح کړې ده.


