خانهافغانستانختیځو ولایتونو کې د تېرې زلزلې له امله شاوخوا ۷۰۰ ماشومان مړه...

ختیځو ولایتونو کې د تېرې زلزلې له امله شاوخوا ۷۰۰ ماشومان مړه شوي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ اداره (یونیسف) وايي چې د افغانستان په ختیځ کې د تېرې زلزلې له امله ۲ زره ۲۰۵ کسان مړه او ۳ زره ۶۴۰ نور ټپیان شوي دي. 

د یونیسف په وینا چې د دې زلزلې له امله هلته له ۷۰۰ ډېر ماشومان مړه شوي چې ۳۹۳ پکې نجونې، ۳۳۸ هلکان شامل دي. همداراز ۸۱ داسې ماشومان دي چې کورنۍ یې ناڅرګندې دي او ۲۷۱ نور ماشومان یتیمان شوي دي.

یونیسیف پرون (دوشنبې، سپتمبر ۸مه) په یو راپور کې ویلي چې د افغانستان په ختیځ کې د وږي میاشتې د ۹ مې نېټې زلزلې له ۵۰۰ زرو ډېر خلک ځپلي چې په دې شاوخوا ۵۳ سلنه یې ماشومان دي.

د ملګرو ملتونو دې ادارې همداراز په کونړ، ننګرهار او لغمان کې له زلزلې وروسته د خوارځواکۍ پر وضعیت هم اندېښنه ښودلې او خبرداری یې ورکړی چې هلته خوارځواکي په چټکۍ د پراخېدو په حال کې ده.

یونیسف د زلزله‌ځپلو لپاره د بودیجې د کمښت خبرداری هم ورکړی

د تېرې اوونۍ خونړۍ زلزلې د افغانستان په ختیځ کې بې‌سارې مرګ‌ژوبله واړوله چې ځایي چارواکو یې له امله د مړینې شمېر ۲ زره ۲۰۵ او د ټپیانو شمېر ۳ زره ۶۰۰ اعلان کړی دی.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه