خانهافغانستانبدخشان کې خونړۍ ترافیکي پېښه؛ ۱۱ کسانو ژوند بایللی

بدخشان کې خونړۍ ترافیکي پېښه؛ ۱۱ کسانو ژوند بایللی

د بدخشان مسوولین وایي، د دغه ولایت په درایم ولسوالۍ کې د خونړۍ ترافیکي پېښې له امله ۱۱ کسان مړه شوي چې ۷ پکې د یوې کورنۍ غړي دي.
د یاد ولایت د امنیې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې ویل شوي دا پېښه د درایم ولسوالۍ په زرک سیمه کې د یو موټر د چپه‌کېدو له امله شوې او په قربانیانو کې یوه ښځه او درې ماشومان هم شامل دي.
د مسوولینو دا پېښه خونړۍ بللې او له خلکو یې غوښتي چې د موټر چلولو پرمهال احتیاط وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې نن سهار په غزني کې د دوو موټرو د ټکر له امله شپږ کسان مړه شول.
څو ورځې مخکې هم د کابل – کندهار په لاره د دوو خونړیو ترافیکي پېښو له امله سلګونه هېوادوالو ژوند بایللی و.
له تېرو څلورو کلونو راهیسې په هېواد کې ترافیکي پېښې په بې‌سارې توګه زیاتې شوې چې ستر لاملونه یې د چلوونکو بې‌احتیاطي، خراب سړکونه، ګړندی تګ او د ترافیکي اصولو نه‌مراعاتول بلل کېږي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه