د ا.ا لوړو زدهکړو وزارت ویلي، چې د دغه وزارت د پریکړې له مخې د دوکتوار، ماسټري او لېسانس نوې برنامې رامنځته شوې.
د لوړو زدهکړو وزارت نن(دوشنبه، د وږي ۱۷مه) د وزیر ندا. محمد. ندیم په مشرۍ او د مالیې، اقتصاد او پوهنې وزارتونو معین صاحبانو، د مرکزي پوهنتونونو رهبري پلاوي او د خصوصي پوهنتونونو استازو په غړیتوب یوه غونډه ترسره شوه.
خبرپاڼه کې راغلي چې د لوړو زدهکړو عالي شورا د پرېکړې له مخې، د کابل، ښوونې او روزنې او افغان نړیوال اسلامي پوهنتونونو کې د تطبیقي ریاضي، انجنیري، سافټویر او مصنوعي ځیرکتیا برخو کې څلور د دوکتورا برنامې جوړې شوې دي.
همدارنګه د کابل، افغان نړیوالل اسلامي، کندهار او جهان خصوصي پوهنتونونو کې د ایکالوژي، انجنیري سافتویر، مصنوعي ځیرکتیا، ترانسپورټېشن انجنیري، د اوبو هراړخیز مدیریت، اداره او تجارت، د جزا او جرم د حقوقو پېژندنې او معلوماتي ټکنالوجۍ برخو کې اته د ماسټرۍ برنامې جوړې شوې دي.
خبرپاڼې کې همداراز راغلي چې ا.ا له واک ته وروسته وروسته چې په کمپیوټر ساینس، انجنیري، طب، کرنې او نور برخو کې په کور دننه د لوړو زدهکړو پرمختګ او پراختیا په موخه په طبیعي او ټولنیزو علومو کې شاوخوا (۱۰۰) د ماسټري او څه باندې (۳۰) د دوکتورا نوې برنامې رامنځته کړي دي.
دغه وزارت ویلي، هڅه کوي چې د افغان ځوانانو او افغانستان اړتیاوو پورهکېدو او ځان بسیاینې لپاره د فوق لېسانس برنامې رامنځته کړي، چې د دغو برنامو پر مخ وړلو لپاره د داخلي استادانو سربېره، په لوړو معاشاتو بهرني استادان هم ګمارل کېږي او دا لړۍ روانه ده.
باید وویل شي چې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د هېواد د بېلابېلو پوهنتونونو په پوهنځیو کې (۳۱) نوې څانګې هم رامنځه ته شوي دي.


