خانهافغانستانبادغیس کې دوه کسان د غیرقانوني کان‌کیندنې په تړاو نیول شوي

بادغیس کې دوه کسان د غیرقانوني کان‌کیندنې په تړاو نیول شوي

د بادغیس مسوولین وايي، د یاد ولایت په «قادس» ولسوالۍ کې یې دوه کسان د غیرقانوني کان‌‌کیندنې په تړاو نیولي دي.
د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند، صدیق الله صدیقي رسنیو ته ویلي چې دا کسان د قادس ولسوالۍ په «شیخ احمد» سیمه کې نیول شوي دي.
د مسوولینو په وینا چې دا کسان د ګرانبیه ډبرو او کانونو د ایستلو پرمهال نیول شوي او څېړنې ترې پیل شوې دي.
تر دې مخکې هم په ځینو ولایتونو کې د غیرقانوني کان‌کیندنې په تړاو یو شمېر کسان نیول شوي، او اړوندو ارګانونو ته ورپېژندل شوي وو.
د ا.ا همداراز په ځینو سیمو کې د تاریخي اثارو د موندلو په موخه د غیرقانوني کیندنو په تړاو هم د ځینو کسانو د نیولو راپورونو ورکړي وو.
په ورته وخت کې د ا.ا مسوولینو ټینګار کړی چې په هېواد کې به د هر ډول خپلسرو کړنو د مخنیوي لپاره هڅې کوي.
د ویلو چې له تېرو څو کلونو راهیسې د هېواد د کانونو د ایستلو په برخه کې پانګونې ته د نړیوالو پانګوالو لېوالتیا هم زیاته شوې ده.

Asmatullah SALEH
Asmatullah SALEHhttps://pohawaimedia.com/
Asmatullah SALEH has been a journalist with various Afghan media for the past Eleven years. He is currently a journalist with Khaama Press News Agency.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه