د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نوي فرمان له مخې، هغه هېوادونو ته جزا ټاکي او ورکوي چې د امریکایي اتباع د “ناقانونه بند ملاتړ کوونکي” دي.
د امریکا د رسنیو د راپورونو له مخې، دا فرمان چې د سپتمبر په ۵مه لاسلیک شو، د بهرنیو چارو وزارت ته اجازه ورکوي چې په دې هېوادونو اقتصادي بندیزونه، د ویزې بندیزونه او د سفر محدودیتونه ولګوي.
دا اقدام، د افغانستان لپاره د امریکا سفیر “بې ساري” وباله، ویې ویل د یرغمل نیونکو ډیپلوماسۍ په وړاندې د امریکا سخت دریځ منعکس کوي. د سپینې ماڼۍ چارواکو ټینګار وکړ چې دا اقدام هغه ډلې په نښه کوي چې د امریکا اتباع د معاملې کولو په توګه کاروي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په یوه بیان کې وویل چې “هېڅ هېواد باید ونه غواړي چې په دې لیست کې وي. هرڅوک چې یو امریکایی د معاملې کولو وسیلې په توګه کاروي قیمت به یې ورکړي.”
دا په داسې حال کې ده چې د فولي بنسټ په وینا، چې ناقانونه بندي کېدل څاري، یوازې په ۲۰۲۴ کال کې په ۱۷ هېوادونو کې لږترلږه ۵۴ امریکایي اتباع په ناقانونه ډول بندي شوي وو.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیر، ډان براون، پرون (یکشنبه، د سپتمبر ۶مه) د دې حکم لاسلیک یادونه وکړه او په ټولنیزه شبکه ایکس کې یې ولیکل چې د امریکایي اتباعو ناقانونه او د معاملې د وسیلو په توګه د هغوی کارول به سختې پایلې ولري.


