امریکايي مشهورو فلمي ستوریو اینجلینا جولي د یوې افغان نجلی په اړه حوړ شوی کارتوني فلم ژر نندارې ته وړاندې کوي.

د افغان نجلی په اړه د جوړ شوی کارتوني فلم «ډوډی ګټونکي» ټریلر څو ورځې مخکې خپور شو.

د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې، په پام کې ده چې دغه فلم د روان میلادي کال د نوامبر میاشتې په ۱۷ مه ڼیته نندارې ته وړاندې شي.

راپورونو زیاتوي، چې ټاکل شوې چې د ډوډی ګتونکي کارتوني فلمونه هم ژر بازار ته وړاندې شي.

د اغلي جولي له خوا جوړ شوي «ډوډی ګټونکي» انیمیشن یا کارتوني فلم د طالبانو په واکمنۍ کې د یوې افغانې ۱۱ کلنې پروانې کیسه کوي.

د فلم د سکرېپټ یا داساتان پر اساس، د ۱۱ کلنې پروانې پلار د وسله وال طالبانو له خوا بندي کیږي او نومړې د خپلې کورنۍ لپاره د ډوډۍ ګټلو په خاطر د هلکانو جامې اغوندي.