د لسم پړاو اتصالات شپږیزه کرکټ لیګ په درېیې لوبې کې د بند امیر ښاماران لوبډلې د لوبډلمشر حشمتالله شهیدي او رحمنالله ځدراڼ د غوره توپوهنې پرمټ مس عینک اتلانو ته د ۶ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او په دې توګه یې خپل سفر په بریا سره پیل کړ.
د مس عینک اتلانو نن(یکشنبه، د جولای ۲۰مه) د خپلو ۵ لوبغاړو په زیان سره ۱۸۷ منډې جوړې کړې او بند امیر ښآمارانو ته یې د ۱۸۸ منډو هدف وټاکه. د مس عینک په ګټه سهیل خان زرمتي ۵۹*، ناصر جمال ۴۷، خالد تڼیوال ۳۱ او وفي الله ترهخېل ۱۹ منډې جوړې کړې.
باید وویل شي چې د بند امیر ښامارانو لوبډلې په ګټه خلیل احمد ډېره ښه توپ اچونه وکړه او ۴ ویکټې یې ترلاسه کړې. د نوموړي ترڅنګ اظهار الحق نوید هم یوه ویکټ ترلاسه کړه.
باید وویل شي چې د ملي لوبډلې لوبغاړی صدیق اتل نن خپلې لوبډلې کې وه او نور لوبغاړي به هم په روانو سیالیو کې خپلې لوبډلې سره یو ځای شي.
همدراز به د ورځې په دویمه لوبه کې بست ساتونکي د سپین غر پړانګانو پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.
د یادولو ده چې شپږیزه کرکټ لیګ تېره ورځ پیل شو لومړۍ سیالۍ د امو نهنګانو او دویمه لوبه د مس عینک اتلانو په ګټه پای ته ورسېده.


