خانهافغانستانسبا د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سېلابي ورښت اټکل...

سبا د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سېلابي ورښت اټکل شوی

د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت د هواپېژندنې سبا په ۱۴ ولایتونو کې د سېلابي ورښت او یو شمېر ولایتونو کې د چټکو بادونو، خاورو او دوړو د پېښېدو اټکل کړی دی.
دې ادارې نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې سبا (دوشنبې، چنګاښ ۱۶مه) په نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، کابل، کاپیسا، پنجشیر، پروان، لوګر، غزنی، میدان‌وردګ، پکتیا، خوست او پکتیکا ولایتونو کې د ورښت او سېلابونو د راوتلو اټکل شته چې په بېلابېلو سیمو کې به د باران کچه له ۱۰ تر ۴۰ ملي مترو پورې وي.
د هواپېژندنې ادارې همداراز په شمالي، ختیځو، سویل ختیځو، سویلي، لوېدیځو او مرکزي ولایتونو کې د لنډمهاله چټکو بادونو، خاورو او دوړو د را الوتو خبرداری هم ورکړی، چې سرعت یې په یو ساعت کې له ۵۰ – ۹۵ کیلو مترو پورې اټکل شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې تازه په ننګرهار کې سېلابونو خلکو ته ځاني او درانه مالي زیانونه اړولي دي. د راپورونو له مخې چې د یاد ولایت په ځینو ولسوالیو کې سېلابونو دوه ماشومان مړه کړي او د پنځو کسانو پر ټپي‌کېدو سربېره یې شاوخوا ۲۵۰ کورونه ویجاړ کړي دي.
د ویلو ده چې څو ورځې مخکې هم په یو شمېر ولایتونو کې د ورښت او سېلابونو له امله لسګونه کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې وه.
په افغانستان او ګاونډیو هېوادونو کې دا ډول ورښتونه د اقلیمي بدلون ګواښوونکې پایلې بلل شوې، او دا په داسې حال کې ده چې افغانستان په نړۍ کې په هغو لسو هېوادونو کې شپږم حساب شوی چې د اقلیمي بدلون له ګواښ سره مخ دي

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه