Wednesday Dec 19, 2018

کابل کې د امام زمان پر جومات خونړی برید او د تلفاتو په اړه د یوناما وروستي راپور

نوشته شده توسط khaama - Sat Oct 21 2017, 10:29 am

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي یا یوناما وایي، په پلازمینې کابل ښار کې د امام زمان پر جومات د ځانمرګي برید په پایله کې لږ تر لږه ۵۰ کسان وژل شوي او ۵۰ نور ټپیان دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي، تدامیچي یاماموتو په کابل او غور والیتونو کې پر جوماتونو او لمونځ کوونکو برید په کلکه غندي.

نوموړی زیاته کړه، چې په دې بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون شاوخوا ۵۹ کسان مړه او ۶۰ نور ټپیان شول.

ښاغلي یاماموتو، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پالوي مشر هم دی وویل «پر خلکو د لمانځه پر مهال دا ظالمانه او بې مفهومه بریدونه جنایت دی. او د دې پیښو عاملین باید محاکمه شي.»

د یوناما له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د کابل په امام زمان جومات کې ځانمرګي برید لږ تر لږه ۵۰ کسان ووژل او ۵۰ نور یې ټپیان کړل. ټول قربانیان ملکي وګړي وو. د اسلامي دولت خراستان څانګې د پیښې پړه منلې.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د غور والیت په دولینه ولسوالۍ د خوجه ګان په کلي کې دولت پلوی وسله وال قوماندان او دهغه کسان په نښه شوي، چې په ترڅ کې یې ۹ کسان وژل شوي او لس نور ټپیان شوي دي.

د یوناما په وینا، دا پیښه په جوماتونو، په تیره بیا د شیعه ګانو پر مذهبي ځایونو د بریدونو دلړۍ وروستۍ پیښه ده. د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه دیوناما وروستی درې میاشتنی راپور ښیې چې، د ۲۰۱۷ کال په لومړیو ۹ میاشتو کې دهغو بریدونو له امله چې، شیعه مذهبي وګړي یې په جوماتونو او مذهبي ځایونو کې په نښه کړي، ۲۷۸ کسانو ته مرګ ژوبله چې په کې ۸۴ مړه او ۱۹۴ ټپیان شامل دي.

 نړیوال بشردوستانه قوانین د عبادت ځایونو په ګډون پر ملکي وګړو او ددوی پرملکیت بریدونه منع کوي او په ښکلیو اړخونو مسؤلیت ږدي، تر څو د مذهبي چارو تر سره کولو لپاره زمینه برابره کړي.

خامه پرس پښتو | د افغانستان خبري آژانس را دنبال کنید با تویتر, فسبک. و آر اس اس

نظر دهید