Thursday Jan 18, 2018

د اسټرالیا پخواني لوبغاړی د افغانستان کرکټ لوبډلې د مشر روزنکي په توګه وګمارل شو

نوشته شده توسط khaama - Tue Oct 10 2017, 8:03 am

دافغانستان کرکټ بورډ وایي، د اسټرالیا کرکټ لوبډلې یوه پخواني لوبغاړی د افغانستان کرکټ ټیم د د مشر روزنکي په توګه په دنده ګمارل شوی.

د کرکټ بورډ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د افغانستان کرکټ بورډ د اسټرالیا هیواد پخوانی لوبغاړی او د کرکټ پیژندل شوی مبصر ډین جونز د هانګ کانګ پر وړاندې د انټر کانټینینټل کپ څلور ورځنۍ لوبې لپاره د ملي لوبډلې د لنډ مهاله مشر روزنکي په توګه وګماره.

خبرپاڼه زیاتوي، چې ډین جونز د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې پخوانی ښی لاسی توپوهونکی او سلو توپ اچونکی دی، چی د خپل هیواد لپاره یی د لیست ای او فرسټ کلاس لوبو ترڅنګ ۵۲ نړیوالې ټیسټ او ۱۶۴ نړیوالې پنځوس اوریزې لوبې ترسره کړي.

د کرکټ بورډ په وینا، نوموړی ددې ترڅنګ چی یو ښه مبصر (کمنټیټر) دی، د روزنې په برخه کې د اسلام اباد یونایټیټډ لوبډلې د مشر روزنکي او د اسټرالیا ملي لوبډلې ته د توپوهنې په برخه کې د مشاور په توګه دنده ترسره کړې.

د کرکټ بورډ په خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړه لوري به د هانګ کانګ له سفر وروسته په اوږد مهاله تړون غور وکړي.

خامه پرس پښتو | د افغانستان خبري آژانس را دنبال کنید با تویتر, فسبک. و آر اس اس

نظر دهید