خانهافغانستانله پاکستانه یو ځل بیا د ۳۵ ټنه خوسا کچالو د واردېدو...

له پاکستانه یو ځل بیا د ۳۵ ټنه خوسا کچالو د واردېدو مخه ونیول شوه

د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي چې په تورخم کې ۳۵ ټنه خوسا شوي او خراب کچالو بېرته یاد هېواد ته ورګرځول شوي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې چې دا ۳۵ ټنه کچالو د تورخم بندر نباتي قرنطین مدیریت کارکوونکو لخوا تر کتنې وروسته بېرته یاد هېواد ته ورګرځولي دي.

د ننګرهار کرنې ریاست له ټولو سوداګرو غوښتي، چې هېواد ته باکېفیته او معیاري محصولات وارد کړي، څو هېوادوال له صحي او خوندي خوراکي توکو ګټه واخلي.

څو ورځې وړاندې هم په ننګرهار کې له پاکستانه د خوساشویو کچالو د واردېدو مخه نیولې شوې وه.  

د ویلو ده چې پر دې محصولاتو سربېره څو ځلې له پاکستانه د نورو بې‌کیفیته او تاریخ‌تېره خوراکي او غیرخوراکي توکو د واردېدو راپورونه ورکړل شوي او مسوولینو یې د بېرته ورګرځولو خبره کړې ده.

بلخوا د سرپرست حکومت مسوولینو هم بار بار له سوداګرو غوښتي چې هېواد ته باکیفیته توکي وارد کړي، ګېني له قانوني چلند سره به مخ شي.

Asmatullah SALEH
Asmatullah SALEHhttps://pohawaimedia.com/
Asmatullah SALEH has been a journalist with various Afghan media for the past Eleven years. He is currently a journalist with Khaama Press News Agency.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه