د عامې روغتیا وزارت وایي، په هېواد کې هر کال شاوخوا ۷۵ زره کسان په نري رنځ اخته او له منځه یې شاوخوا لس زره ناروغان مړه کیږي.
د دغه وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال عبدالولي حقاني د نري رنځ نړۍوالې ورځې په مناسبت غونډه کې ویلي، تېر کال یې په ټول هېواد کې د نري رنځ څه باندې ۵۱ زره پېښې ثبت کړي او درملنه یې کړې ده.
د اسلامي امارت چارواکو پر نړۍوالو بنسټونو غږ وکړ، چې د دغې ناروغۍ پر وړاندې مبارزه کې له افغانستان سره همکار پاتې شي.
په دې غونډه کې په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان استازي او د ماموریت مشر ادوین سینیزا سلاودر په خپلو څرګندونو کې په ډاګه کړه چې د اټکل له مخې په ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې د نري رنځ له کبله څه باندې ۱۰ زره د مړینې پېښې ثبت شوې او په دې موده کې ۷۵زره کسان په دې ناروغۍ اخته شوي دي.
د نوموړي په خبره، دا په هرو ۵۲ دقیقو کې د یو کس د مړینې او په هرو ۷ دقیقو کې په نري رنځ د یو کس د اخته کېدو ښودنه کوي.
د روغتیا نړیوال سازمان د استازي د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې د نري رنځ یا TB ټول ۵۱۲۱۹ پېښو راپور ورکړل شوی چې دا د ۴۹۵۳۳ پېښو په پرتله چې په ۲۰۲۳ کال کې راپور شوي، څه باندې ۳ سلنه زیاتوالی ښيي.
نوموړي خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې د نري رنځ پر ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ورځ تر بلې زیاتیږي.
سږکال د نري رنځ یو ټوبرکلونو نړیوال ورځ د “موږ کولای شو د ژمنې، پانګونې او خدمتونو وړاندې کولو له لارې له نري رنځ سره مبارزه وکړو” تر شعار لاندي نمانځل کیږي.
تر دوو اونیو زیات ټوخی، بې اشتهايي، د شپې لخوا تبه او خولې کېدل د ټوبرکلوز عمده نښې نښاني بلل کیږي.


