اسلامي امارت د افغانستان په اړه د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي له وروستیو څرګندونو هرکلی کړی دی.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت نن (دوشنبه، د وري ۴مه) په یو غږیز کلیپ کې ویلي، چې اسلامي امارت د افغانستان په تړاو د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي له وروستیو څرګندونو هرکلی کوي او د افغانستان د شته واقعیتونو د درک په مانا یې بولي.
فطرت په خپلو څرګندونو کې ویلي، “دا په اصل کې په افغانستان کې د شته واقعیتونو د سم درک په مانا ده او دا یو واقعیت دی چې افغانستان کې واحده سیاسي واکمني موجوده ده چې د افغانستان پر ټوله جغرافیه باندې بشپړ حاکمیت لري.”
د ايران د بهرنيو چارو وزير عباس عراقچي ويلي، چې دا مهال په افغانستان کې تر یو چتر لاندې حاکميت او امنيت ټینګ شوی دی.
عراقچي زياته کړې، اوس په افغانستان کې يوه ځواکمنه اداره حاکمه ده چې په تېرو درې نيمو کلونو کې يې خپل واک ثابت ساتلی دی.
خو له دې سره سره، هغه منلې چې د ترهګرۍ مسئله او د داعش ډلې فعالیتونه لا هم یو جدي اندېښنه ده او د ایران او سیمې لپاره مهم ګڼل کېږي، هغه موضوع چې اسلامي امارت تل رد کړې ده.


