خانهنړۍاسراییل د حماس د سیاسي دفتر بل لوړ پوری غړی وواژه

اسراییل د حماس د سیاسي دفتر بل لوړ پوری غړی وواژه

عربي رسنیو راپور ورکړ چې د البردویل له مړینې څو ساعته وروسته، د حماس د سیاسي دفتر لوړ پوړی غړی او د دغې ډلې مالي مدیر اسماعیل برهوم هم د غزې په سویل کې د ناصر روغتون په یوه بل برید کې ووژل شو.

د راپورونو له مخې، دا برید پرون (یکشنبه، د مارچ ۲۳مه) وشو، او په ترڅ کې یې د اسراییلو پوځ د خان یونس په سیمه کې د ناصر روغتون د عملیاتي خونې په نښه کولو لپاره لارښود توغندی وکاراوه.

برهوم ناصر روغتون کې د درملنې لاندې و هغه  تر دې وړاندې په یوه بله چاودنه کې ټپي شوی و او په دې برید کې د څو نورو کسانو سره یوځای مړ شو. د اسراییلو د دفاع وزیر یسرایل کاټز اعلان وکړ چې د عملیاتو هدف د ډلې د یو لوړ پوړي مشر له منځه وړل دي.

حماس د برهوم د مړینې تاییدولو سره سره، دا عمل د وژنې بزدلانه عمل وباله او اسراییل یې په قصدي ډول د ملکي وګړو او طبي زیربناوو په نښه کولو تورن کړ.

له دې برید څخه څو ساعته وړاندې د حماس د سیاسي دفتر یو لوړ پوړی غړی صلاح البرداویل د غزې په سویل کې د خان یونس په ښار کې د اسراییلو په هوايي برید کې ووژل شو. د بي‌بي‌سي په وینا، د حماس یوه چارواکي تایید کړه چې برید په یوه استوګنیزه سیمه کې شوی او په البردویل کې یې هدف ګرځولی دی.

د اسراییلو پوځ دا عملیات د حماس د زیربناوو د ویجاړولو د هڅې یوه برخه وبلله، خو د برید د کشف یا ترسره کېدو په اړه یې نور جزییات ورنه کړل. البردویل او برهوم د حماس په سیاسي جوړښت کې د مهمو شخصیتونو په توګه پېژندل شوي وو، او د دوی مړینې د دې ډلې لپاره یو لوی ګوزار ګڼل کیږي.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه