Tuesday Oct 16, 2018

«ولسمشر ته لیک» افغان فلم اسکار جایزې ته نومول شوی

نوشته شده توسط khaama - Thu Sep 28 2017, 6:22 am

د یوې افغان ښځې ژوند په اړه فلم «ولسمشر ته لیک» د اسکار جایزې ته نومول شوی دی.

د رویا فلم خونې مسئولې رویا سادات وایي، دغه فلم د افغانستان په نمایندګي د اسکار له د جایزې لپاره نومول شوی دی.

اغلي رویا زیاتوي، چې «ولسمشر ته لیک» فلم د لومړی ځل لپاره په نړیواله کچه په سویس کې نندارې ته وړاندې شوی دی او په پام کې ده چې په راتلونکې ورځو کې د کوریا په بوسان فلمي نندارتون کې نندارې ته وړاندې شي.

 د هېواد مشهورې هنرمندې لینا عالم د «ولسمشر ته لیک» په فلم کې د ثریا په نوم د يوې مېرمنې لوبولی دی چې ژوند ورته د زهرو په ګوټ بدل شوی دی.

په دغه فلم کې د ثریا ژوند تریخ داستان شوی چې عدالت غوښتنې لپاره مبارزه کوي.

له دې وړاندې «ولسمشر ته لیک» فلم د سویس د Opera Prima Award د جایزې لپاره نومول شوی دی.

«ولسمشر ته لیک» فلم د رویا فلم او کابورا پروډکشن ګډ کار دی او د فلم داستان د عزیز دلدار له خوا لیکل شوی دی.

خامه پرس پښتو | د افغانستان خبري آژانس را دنبال کنید با تویتر, فسبک. و آر اس اس

نظر دهید