خانهلیدلوریټایم مجلې د امریکا د ولسمشرۍ په چوکۍ د «ایلان ماسک» عکس...

ټایم مجلې د امریکا د ولسمشرۍ په چوکۍ د «ایلان ماسک» عکس ایستلی

ټایم مجلې شاوخوا دوې میاشتې وړاندې د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ د «کال شخصیت» معرفي کړ، تازه یې د دې ګڼې پر پښتۍ د امریکا د ولسمشر د میز تر شا د نړۍ شتمن کس «ایلان ماسک» انځور کړی دی.

دې معتبرې مجلې پرون (جمعه، د فبروري ۷مه) د خپلې وروستۍ ګڼې د پښتۍ په ډیزاین کې د امریکا د ولسمشرۍ په چوکۍ د «ایلان ماسک» د ناستې انځور راوستلی چې ډېر غبرګونونه یې راپارولي دي.

ځینو امریکایي رسنیو د ټایم مجلې لخوا د امریکا د واک په سر کې د ماسک د ځای پرځای کولو اقدام «بېځایه ټوکه» بللې او ځینو نورو بیا دا د ټرمپ او د هغه د ملګرو د غوسه کولو لپاره «پاروونکی عمل» بللی دی.

بلخوا پرون له ډونالډ ټرمپ څخه د جاپان له لومړي وزیر سره په یوه ګډه خبري غونډه کې پوښتنه وشوه چې ایا هغه د ټایم مجلې نوې ډیزاین لیدلی دی؟ ټرمپ په ټوکه ځواب ورکړ، “ایا دا مجله لاهم کار کوي؟”

د ټایم مجلې د دې ګڼې پر پښتۍ د ماسک انځور ځانګړې مانا لري چې د نړیوالو رسنیو پام یې ځانته اړولی. ټایم مجلې هغه په ​​دې انځور کې د سپینې ماڼۍ په اول دفتر کې، د ولسمشرۍ د میز تر شا، د امریکا د بیرغونو په منځ کې ښودلی دی.

د مجلې د لومړۍ مقالې لیکوالانو «سایمون شاستر او برایان بنت» د ماسک پر هغو سختو پالیسیو نیوکه کړې چې په میلیونونو دولتي کارمندان یې تر کنټرول لاندې راوستي دي.

د مجلې د استدلال له مخې، ایلان ماسک یوازې ډونالډ ټرمپ ته ځواب‌ویونکی دی او له هغه څخه په ترلاسه شوي واک د ولسمشر او د هغه د خپلو هیلو سره سم حکومت بدلوي، کوم چې په وروستیو کې له پراخو نیوکو سره مخ شوی دی.

Asmatullah SALEH
Asmatullah SALEHhttps://pohawaimedia.com/
Asmatullah SALEH has been a journalist with various Afghan media for the past Eleven years. He is currently a journalist with Khaama Press News Agency.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه