Saturday Aug 18, 2018

د راشد خان لوبډلې د شپږېزه کرکټ لیګ اتلولي وګټله

نوشته شده توسط khaama - Sat Sep 23 2017, 4:43 am

د راشد خان د پراګان بند امیر لوبډلې د سږ کال د شپږيزه کرکټ لیګ یا سیالیو اتلولي وګټله.

د افغانستان کرکټ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د پای لوبې پچه د بند امیر لوبډلې لوبډلمشر راشد خانوګټله او لومړی یی د توپوهنې پریکړهوکړه، چې په ټاکلو ۲۰ اورونوکې یې د ۶ لوبغاړو په سوځیدو سره د وزیرزي مس عینک اتلانو لوبډلې ته د ۱۵۹ منډو هدف وټاکه.جاوید احمدي ۵۵، حضرت الله ۳۵، شاهد الله کمال۲۲ او جاوید خان ۱۲ منډې جوړې کړې.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د مس عینک له لوري په توپ اچونه کې ظاهر خان ۳ او محمد نبي عیسی خیل ۲ ویکټې ترلاسه کړې.

مس عینک سره له ډیرو کوښښونو ونشو کړای چی ورکړل شوی هدف ته ځان ورسوي او د څلور منډو په توپیر یی ماتې وخوړه.د مس عینک له لوري په توپوهنه کې سکندر رضا ۴۰ او محمد نبي عیسی خیل ۲۷ منډې جوړې کړې.

په توپ اچونه کې د بند امیر لوبډلې په ګټه راشد ارمان، نوین الحق او مسلم موسی یو یو لوبغاړی وسوځاوه.

د افغانستان کرکټ بورډ په وینا، د پایلوبې وروستیو مراسمو کې د کرکټ بورډ مشرتابه، د کرکټ بورډ غړو، لوړو پوړو دولتي چارواکو، د سولې عالي شورا رئیس، وزیرصاحبانو، د ولسي جرګې غړو، د انتخاباتو کمیسیون مشرتابه، او ګڼو مینه والو ګډون کړی وو.

 د یادو چارواکو له لوري د سیالیو غوره لوبغاړو، د لومړي او دویم مقام لوبډلو لوبغاړو،د لوبډلمشرانو چمتو شوې جایزې وویشلې او د کرکټ بورډ له لوري د امنتیي ځواکونو همکارۍ وستایل شوه او په پای کې په شاندارو مراسمو سره لومړي مقام او دویم مقام ګټونکو لوبډلو خپلې خوشحالۍ ونماځلې.

د شپږیزه کرکټ لیګ سیالۍ د روانې سپټمبر میاشتې په یولسمه نیټه پیل شوې وې او نن پای ته ورسیدې.

په دغو سیالیو کې د هیواد ملي لوبغاړو ترڅنګ بهرنیو او نړیوالو نامتو لوبغاړو، لوبڅارانو، مبصرینو او روزنکو ګډون کړی وو.

خامه پرس پښتو | د افغانستان خبري آژانس را دنبال کنید با تویتر, فسبک. و آر اس اس

نظر دهید