افغان ولسمشر محمد اشرف غني په یوه رسمي د امریکا متحده ایالاتو ته لاړ او په پام کې ده چې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې ګډون وکړي.

د ارګ ماڼی له خوا په یوه لنډه بیان کې راغلي، چې ولسمشر غني د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې کې د ګډون په موخه امریکا ته روان شو.

د ولسمشر ویاند دوا خان مینه پال تیره ورځ خبریالانو ته وویل، چې ولسمشر غني د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د ګډون لپاره نیویارک ته ځي.

نوموړې زیاته کړه، چې ولسمشر به همداراز د غونډې په څنډو کې کې د امریکا له جمهور رییس سره د لیدنې پر مهال په افغانستان کې د سولې او ثبات په اړه خبرې وکړي.

نوموړې زیاته کړه، چې ولسمشر به د ملګرو ملتونو په عمومي ناسته کې د تروریزم له امله سیمې او نړۍ ته د ور پېښو ګواښونو په اړه خبرې وکړې.

د امریکا متحده ایالاتو له خوا د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د نوې ستراتیژي تر اعلان وروسته دا به لومړی ځل وي چې ولسمشر غني له خپل امریکایي سیال سره ګوري.

ولسمشر ټرمپ تیره میاشت د افغانستان او سویلې اسیا لپاره د خپل ادارې تګلاره اعلان کړه او په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د ماموریت پر دوام او ترهګرو ډلو پر لمنځه وړلو یې ټینګار وکړ.