Tuesday Oct 16, 2018

په افغانستان کې د زعفرانو د تولید زیاتوالی ایران سخت زیانمن کړی دی

نوشته شده توسط khaama - Mon Sep 18 2017, 3:58 am

په افغانستان کې د زعفرانو کښت او تولید په اړه ایراني چارواکي سخت اندیښنې ښودلې او وایي چې په افغانستان کې زعفرانو تولید او زیاتوالي د ایران زعفرانو صنعت سخت زیانمن کړی دی.

د ایران د زعفران د پرمختیایي صندوق د مدیرانو بورډ یوه غړی فرهاد سحرخیز ادعا کوي، چې له ایران څخه په پراخه کچه د زعفرانو بوټې افغانستان ته د قانوني او غیرقانوني توګه صادر شوي دي.

نوموړې زیاته کړه، د زعفرانو بوټې له ۲۰۰۵ میلادي کال تر ۲۰۱۳ میلادي کال پورې افغانستان ته صادر شوي او دا مهال افغانستان د ایران د زعفرانو صنعت یوه مهم سیال ګرځیدلی دی ځکه له افغانستان څخه په پراخه کچه زعفران د نړی په مختلفو هېوادونو ته صادریږي.

سخیرخیز زیاته کړه، چې دا مهال افغانستان د زعفرانو بوټو ته اړتیا نه لري ځکه دوی په کافي اندازه دغه بوټې ترلاسه کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان زعفرانو تیر کال د دریم ځل لپاره نړۍ کې لومړی مقام خپل کړ.

د افغانستان د کرنې او مالدارې وزارت چارواکي وایي، تېر کال په افغانستان کې ۳،۵ ټنه زعفران تولید شوي و.

چارواکي زیاتوي، چې د یوې نوي پالسۍ له مخې کوښښ کوي د زعفرانو د تولید کچه په راتلونکو پنځو کلونو کې په کال کې څلورو ټنو ته لوړه کړي.

خامه پرس پښتو | د افغانستان خبري آژانس را دنبال کنید با تویتر, فسبک. و آر اس اس

نظر دهید