په ختیځ کونړ ولایت کې د افغان طالبانو یوه لوړپوړي مشر د پاکستاني طالبانو له خوا وژل شوی دی.

د راپورونو له مخې، پیښه دوه ورځې مخکې د کونړ ولایت سړکانو ولسوالی په اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده.

د پاکستاني رسینو راپورونو له مخې، د افغان طالبانو دغه لوړپوړي ځایي مشر چې عبید نومېده د د پاکستاني طالبانو د جماعت الاحرار ډلې له خوا وژل شوی.

راپورونه زیاتوي، چې له دې وړاندې او لس ورځې مخکې هم د طالبانو یوه قوماندان ضابط جلال د یاد ډلې له خوا د ننګرهار ولایت په لعل پورې ولسوالی کې وژل شوی و.

په پاکستان کې ډیلي ټایمز ورځپاڼه د باورې سرچینې له حواله په یوه راپور کې لیکلي، چې له اږودې مودې راهیسې د پاکستاني طالبانو او عبید  ترمنځ شخړې دوام درلوده چې په پایله کې نوموړې دوه ورځې مخکې د جماعت الاحرار ډلې له خوا ووژل شو.

د سرچینې په وینا، عبید  په کونړ ولایت کې د وسله والو طالبانو له یوې مهمې مشرانو څخه وه چې د افغان او امریکایي ځواکونو تر تعقیب لاندې وه.

په افغانستان کې د طالبانو وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.