خانهافغانستانافغانستان او پاکستان سبا په پای‌لوبې کې مخ دي

افغانستان او پاکستان سبا په پای‌لوبې کې مخ دي

افغان ۱۹ کلنو د روانې درې اړخیزې لوبلړۍ په خپله څلورمه لوبه کې تېره ورځ یکشنبه د لیندۍ ۴مه متحده عربي اماراتو لوبډلې ته د اته ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او د دغې لړۍ خپله درېیمه بریا یې هم د افغانستان په نوم ثبت کړه.

د متحده عربي اماراتو لوبډلې په تېره لوبه کې افغان لوبډلې ته د ۸۹ منډو هدف ټاکلی و، چې افغان لوبډلې یاد هدف د دوو ویکټو په غورځېدو سره په ۲۱،۲ اورونو کې بشپړ او سیاله لوبډله له ماتې سره مخ کړه.

 افغان اتلانو تر دې دمه په څلورو لوبو کې درې لوبې ګټلې دي چې دوه یې له متحده عربي اماراتو او یو هم له پاکستانۍ لوبډلې څخه ده.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه