خانهافغانستاند اکټوبر دویمه؛ د ګاندي او باچا خان عالي مفکورې نړیواله ورځ

د اکټوبر دویمه؛ د ګاندي او باچا خان عالي مفکورې نړیواله ورځ

د عدم تشدد د عالي مفکوري بنسټگر «مهاتما گاندي» او «فخر افغان، خان عبدالغفار خان» په سیمه کې د عدم تشدد د فلسفې او تگلارې په پلې کولو بشریت ته ستر انساني خدمت تر سره کړ او دا یې ثابته کړه چې ازادي او عدالت ته رسېدل پرته له جگړې او تشدد څخه هم ترلاسه کېږي.

مهاتما ګاندي په هندوستان کې په شلمه پېړۍ کې د عامه پوهاوي له لارې د سولې، زغم، امن او عدم تشدد یا تاوتریخوالي ته د نه ویلو کلتور عامولو او خوندي کولو لپاره مبارزه وکړه او د دغې مبارزې له لارې یې په ټوله نړۍ کې ځانګړی شهرت تر لاسه کړ.

د پښتنو ځلانده ستوری فخر افغان خان عبدالغفار خان د عدم تشدد سرلاری او د ازادۍ ستر مبارز و.

نوموړی د استعمار، افراطیت سره د مبارزې، د انساني حقونو د تأمین، د ولسونو ترمنځ د یووالی، تعلیم او پرمختګ لپاره یې بې‌سارې او‌ نه هېرېدونکې هلې ځلې کړي دي.

د اکټوبر دویمه هر کال د هند په ګډون زیات شمېر هېوادونو کې په رسمي او غير رسمي توګه نمانځل کېږي.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه