په ټولنیزو رسنیو کې هم یو زیات شمېر کارونکو لیکنې او د کلتور یاد په موخه له پښتني جامو سره ګڼ انځورونه خپاره کړي، خو له دې سره دا ورځ په افغانستان کې د کوم ځانګړو مراسمو په ترسره کولو سره ونه نمانځل شوه.
له افغانستان څخه هخوا تېره شپه د پاکستان په کراچۍ کې د پښتون کلتور روځ ونمانځل شوه، چې پکې د ښار ګوټګوټ څخه پښتنو ګډون کړی وو.
پښتون زدهکړې «مومنټ پنجاب» پوهنتون هم په نړۍ کې ټولو پښتنو ته د دې ورځې مبارکي ویلو سربېره ویلي پښتانه د ورځې نمانځلو موخه نړې ته د دې ښودل دي چې پښتانه خپل کلتور لرې.
د بارانى پښتون کونسل لخوا هم د دې ورځې په ویاړ یوه غونډه رابللې شوې وو چې پکې د پښتنو په کلتور پراخه خبرې وشوې او لیکلي یې دي، چې پښتنی کلتور یو پخوانۍ او منظم کلتور دی چې د پیړیو تاریخونو او دودونو په واسطه جوړ شوی دی، دا د مختلفو قبیلو خلک سره یوځای کوي او یو بل سره تړاو لري.
په ټوله کې د پښتنو کلتور په وفادارۍ، زړورتیا، ژبه، جامې، میلمه پالنه او نورو دودونو ټینګار کوي او دا هغه لارې چارې دي چې پښتانه یې له مخې خپل ژوند پرمخ بوځي.
د پښتنو کلتوري ورځ هر کال د سپتمبر په ۲۳مه نمانځل کېږي، په دې ورځ خلک نړۍ ته د پښتنو د کلتور ورښودلو هڅه کېږي او په اړه یې غونډې او ناستې پاستې هم جوړوي.
که څه هم سږ کال په افغانستان کې د دې ورځ نمانځنه ونشو، خو په پښتونخوا، کراچۍ او نورو سیمو کې ولسونو دا ورځ په غونډو ونمانځله.


