Thursday Jan 18, 2018

د افغانستان له خوا د احتمالي ټرانزیټي بندیزونو په اړه د پاکستان اندیښنې

نوشته شده توسط khaama - Wed Aug 30 2017, 9:20 am

په داسې حال کې چې په وروستیو کې د کابل او اسلام اړیکې مخ په خرابېدو دي، د پاکستاني چارواکو ترمنځ داسې اندیښنې پیدا شوي چې ښایي د پاکستان پر مخ د منځني اسیا ټرانزیټي لاره د افغان حکومت له وتړل شي.

په پاکستانې کې ځینې رسنیو د چارواکو له حواله لیکلي، چې د دې امکان شته چې د وروستیو تحولاتو هله امله افغان حکومت د پاکستان پر مخ په خپله خاوره کې د منځني اسیا لاره بندې کړي.

د چارواکو په وینا، اسلام اباد او بینجنګ له دې وړاندې له کابل څخه غوښتي وو ترڅو په دې اړه یوه تفاهم لیک لاسلیک شي خو افغان حکومت په دغه تفاهم لیک کې د هند حکومت پر ښکیلتیا او ونډه تینګار کړي و.

په همدې حال کې د پاکستان حکومت ځینې چارواکي وایي، چې پاکستان د اقتصادي همکاریو سازمان اړوند د ټرانسپورټ او ټرانزیټ تفاهم لیک لاسلیک کړی دی خو افغانستان او پاکستان لا هم د یاد سازمان د ځمکې له لارې د ټرانسپورټ او ټرانزیټ کنوانسیون نه دي منلي او که پاکستان د دغه تړون منلو ته چمتو شي نو د افغانستان د موافقې پرته به پاکستان و نه شي کړای د افغانستان له لارې منځني اسیا او اروپا ته خپل سوداګریز توکې انتقال کړي.

بلخواه د پاکستان حکومت کابینې ځینې غړي وایي د دغه ستونزې د حل لپاره باید ژر اقدامات وشي ځکه په وروستیو کې د پاکستان په صادراتو کې د پام وړ کمي راغلي دي.

خامه پرس پښتو | د افغانستان خبري آژانس را دنبال کنید با تویتر, فسبک. و آر اس اس

نظر دهید