د ټولګټو وزارت وايي، د کار د چټکتیا او د ټرانسپورټي چارو د لا ښه تنظيم لپاره به یاده لویه لار د سنبلې(وږي) میاشتې په لومړۍ نېټې (سر له نن ورځې) د بار وړونکو وسایطو د تګ راتګ پر مخ وتړل شوه.
ټولګټو وزارت ویلي، کوچني مسافروړونکي (تېزرفتاره وسایط) کولی شي هره ورځ په ۲۴ ساعته ډول له دواړو لورو تګ راتګ وکړي.
د اسلامي امارت د ټولګټو چارو وزارت په تېره زمري میاشت کې ویلي وو، د سنبلې له لومړۍ نېټې وروسته به د سالنګ لویه لار د بار وړونکو او مسافر وړونکو موټرو پر مخ وتړل شي. د دې وزارت په خبره، د کار تر بشپړېدو پورې به لار تړلې وي.
د سالنګ لویه لار د هېواد یو له مهمو سوادګریزو او اقتصادي لارو څخه ګڼل کېږي چې د افغانستان نهه شمالي ولایتونه له پلازمېنې کابل سره نښلوي.


