Tuesday Jan 16, 2018

طالبانو د کابل د ځانمرګو بریدګرو انځورونه خپاره کړل

نوشته شده توسط ذبیح الله موسی خېل - Tue Apr 19 2016, 4:37 pm

Suicide bombersطالبانو په خپله ټوېټر پاڼه دوه انځورونه خپاره کړي او ویلي یې دي چې د کابل ننی برید همدغو کسانو ترسره کړی دی.

دغه کسان جمال الدین د میدان وردک او سید عبدالولي اغا د کندهار ولایت اوسېدونکي ښودل شوي دي.

طالبانو په یوه اعلامیه کې ویلي چې جمال الدین لومړی له چاودېدونکو توکو ډک مازدا موټر ته چاودنه ورکړه او سید عبدالولي اغا  جګړه وکړه.

طالبانو په خپله اعلامیه کې د برید ډېری تلفات استخباراتي کارکوونکي بللي  خو روغتیا وزارت بیا ویلي چې د برید ډېری قربانیان ملکي وګړي دي.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې،  برید کې دېرش کسان وژل شوي او ۳۲۷ ټپیان دي .

دغه برید نن سهار نږدې نهه بجې پول محمود خان سیمه کې د امنیت پر یوه ریاست ترسره شو خو درز یې  دومره زورور وو چې ان له یوه کیلو متر څخه په لېري واټن کې پرتې سیمې یې هم ولړزولې او د ودانیو او موټرو ښیښې یې ماتې کړې.

ولسمشر محمد اشرف غني، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د امریکا د بهرنیو چارو وزارت، کابل کې د برتانیا سفیر، د پاکستان لومړي وزیر، د هندوستان لومړي وزیر او یوناما دغه برید په کلکه غندلی دی.

خامه پرس پښتو | د افغانستان خبري آژانس را دنبال کنید با تویتر, فسبک. و آر اس اس

1 Comment

Comments -49 - 0 of 1First« PrevNext »Last
  1. الله جل جلاله دې نور دوی ته ددې توفیق ورنکړي چې افغانستان کښې چاودنې وکړي.
Comments -49 - 0 of 1First« PrevNext »Last

نظر دهید