د وردګو مسوولینو وایي، د یاد ولایت چک ولسوالۍ ته د تفریح په موخه تللی ځوان د چک په بند کې ډوب شوی او ژوند یې بایللی دی.

د وردګو د امنیې قوماندانۍ مسوولینو ویلي چې دا ځوان نن یکشنبې د سرطان ۳مه د چک په بند کې د لامبو پر مهال ډوب شوی دی.

د مسوولینو په وینا چې ډوب شوی ځوان اصلي د غزني د اندړو ولسوالۍ د لېوانو کلي اوسېدونکی دی او له خپلو ملګرو سره چک ولسوالۍ ته په چکر تللی و.  

په دې وروستیو کې د وردګو دې سرسبزې ولسوالۍ (چک) ته د سیلانیانو ورتګ زیات شوی دی.  

د ویلو ده چې تر دې وړاندې د چک په بند کې یو شمېر ځوانان د لامبو پر مهال مړه شوي دي.