د منځنۍ امریکا هېواد نیکاراګوا په افغانستان ته خپل سفیر وټاکه.

د نیکاراګوان سیمه‌ییزو رسنیو پرون (شنبه، د چنګاښ دویمه) خبر ورکړ چې په چین کې د دې هیواد سفیر مایکل کمپبل به په بیجینګ کې د خپل دفتر څخه اضافي دنده په غاړه واخلي.

د El 19 ډیجیټل خبري چینل د نیکاراګوا د مرستیال روزاریو موریلو په حواله راپور ورکړی چې: “موږ د افغانستان له ا.ا، هغه خلکو او هغه حکومت څخه مننه کوو چې زموږ ملګري مایکل کمپبل ته یې ورکړي.”

فرانس پرس هم خبر ورکړی دی چې نیکاراګوا په یو ناڅاپي اقدام کې له ا.ا سره د دیپلوماتیکو اړیکو د زیاتولو لپاره په افغانستان کې سفیر ټاکلی دی.

د نیکاراګوان حکومت په خپله اعلامیه کې د دې پرېکړې وضاحت نه دی کړی او نه یې هم په افغانستان کې د مشروع حکومت په توګه د ا.ا د پېژندلو په اړه څه ویلي دي.

دا لومړی ځل دی چې د امریکا له لویې وچې څخه یو هېواد د ا.ا تر واکمنۍ لاندې د افغانستان لپاره سفیر ټاکي.