د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان لپاره د نیکاراګوا د غیرمقیم سفیر له ټاکل کېدو هرکلی کړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت نن (یکشنبه، د چنګاښ ۳مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په لومړي ځل د نیکاراګوا هېواد لخوا د افغانستان لپاره په بېجېنګ کې د غیرمقیم سفیر له ټاکل کېدو هرکلی کوي.

بهرنیو چارو وازارت ویلي، په بېجېنګ کې یې د اسلامي امارت سفارت ته امر کړی چې د نیکاراګوا له سفارت سره نیږدې کاري اړیکې ولري.

د بهرنیو چارو وزارت له نیکاراګوا سره د ډیپلوماټیکو اړیکو رامنځ‌ته کېدل مثبت پرمختګ بللی او د دواړو هېوادونو تر منځ د دوې اړخیزې لېوالتیا وړ برخو کې د اړیکو د لا زیاتې پراختیا هیله کړې ده.

نیکاراګوا د مرکزي امریکا یو له شپږو هېوادونو دی چې د اسلامي امارت سره ډیپلوماټیکې اړیکي ټینګوي.