د فاریاب سیمه‌ییز مسوولین تاییدوي چې په دغه ولایت کې یوې ښځې ځانوژنه کړې ده.

 د فارياب امنيه قومانداني وايي، دې ښځه تېره ورځ (د سرطان په دويمه) د دغه په دولت اباد ولسوالۍ کې ځانوژنه کړې ده.

د فارياب ولايت د چارواکو د څرګندونو له مخې دغه پيښه هغه وخت رامنځته شوه چې دغې ښځې په خپل کورکې ځان ځړولى اوخپل ژوند يې پاى ته ورساوه .

په ورته وخت کې د فارياب د امنيې قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې عمومي رييس محمد اسماعيل فرقاني وايي، چې د دغې ښځې د ځانوژنې لامل کورنۍ تاوتريخوالى دى.

تر دې وړاندې هم له بېلابېلو ولایتونو په ځانګړي ډول فاریاب کې د ځانوژنې ورته پېښې شوې وې.