ټاکل شوې افغان لوبډله د خپلې دویمې لوبې په موخه سبا یکشنبه د سهار پنځه بجې د اسټرالیا پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

ملي لوبډلي خپله لومړنۍ لوبه بایللې او اسټرالیا بیا ګټلې د، همداراز د دواړو لوبډلو ترمنځ مخکنۍ لوبي ټولې اسټرالیا ګټل دي.

د روان کال په لومړیو کې اسټرالیا په افغانستان کې د ښځو او نجونو د وضعیت له امله افغان لوبډلې سره د شل اوریزو لوبو سیریز وځنډاوه، خو دواړه لوبډلې سبا په نړیوال جام کې مخامخ کېږي.

د یادولو ده چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰۲۴ميلادي کال شل اوریز نړیوال جام سیالیو د غوره اته لوبډلو پړاو کې خپله لومړنۍ لوبه سیالې هندۍ لوبډلې ته وبایلله.

افغان لوبغاړو د سيالې هندۍ لوبډلې د ۱۸۲ منډو هدف په ځواب کې د خپلو ټولو لوبغاړو په زیان ۱۳۴ منډې جوړې کړې او د ۴۷ منډو په توپیر یې ماتې ومنله.