د روسيې د بهرنيو چارو وزير، سرګئي لاوروف د يوې خبري غونډې پر مهال ویلي چې د CSTO غړي هېوادونه له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې له افغان چارواکو (طالبانو) سره مرسته کول مهم ګڼي.

د روسیې د تاس خبري اژانس په یوه راپور کې چې پرون (جمعه د سرطان په لومړۍ نېټه) خپور شو، د دغه هېواد د بهرنیو چارو د وزیر له قوله لیکلي چې د ډله‌ییز امنیتي تړون سازمان له «طالبانو» سره د «معنادارو خبرو» غوښتونکی دی.

د دغه راپور له مخې، له افغانستان څخه ګواښونه دوام لري، ځکه چې د اسلامي دولت (داعش) او القاعدې تروریستي ډلې لا هم فعالې دي او د ډله‌ییز امنیت د تړون د غړو هېوادونو په باور چې د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره له «طالبانو» مرسته مهمه ده.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر، سرګئي لاوروف د ډله‌ییز امنیت د تړون د سازمان د وزیرانو د شورا له غونډې وروسته خبریالانو ته ویلي چې د CSTO غړي هېوادونه موافق دي چې په ټولیز ډول موږ د یوه لا باثباته، دوامداره او بنسټیز سازمان په پلي کولو سره د ترهګرۍ په له منځه وړلو کې سره مرسته وکړي.

نوموړي له اسلامي امارت سره د خبرو او همکارۍ لپاره د حل لارې پر پیدا کولو ټینګار کړی. په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د روسیې استازي واسیلي نیبنزیا هم د افغانستان په اړه د دې شورا په غونډه کې ویلي: “موږ باوري یو چې د افغانستان د وضعیت په اړه هر ډول رغنده خبرې اترې وشي. د دې هېواد د عملي چارواکو (طالبانو) له مستقیمې مداخلې پرته افغانستان ناشونی دی.”

د ویلو ده چې د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان په یوروشیا کې یو بین الحکومتي پوځي اتحاد دی چې په ۲۰۲۲ کال کې د شپږو هیوادونو (ارمنستان، بیلاروس، قزاقستان، قرغزستان، روسیې او تاجکستان) په غړیتوب سره رامنځته شو.