د افغانستان برښنا شرکت وايي، په هرات کې د سلما د برښنا بند د درېیم توربین د ترمیم چارې به ډېر ژر بشپړې شي.

دغه شرکت نن (شنبه، د چنګاښ۲مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د هرات د حوزوي څانګې عملیاتي کارکوونکو د سلما د برښنا بند د تولید فابریکې د درېیم توربین د تخنیکي وسایلو د ترمیم چارې ګړندۍ کړي او ټاکل شوې ده بشپړ او ژر به فعال شي.

د سرچينې په خبره، د سلما برښنا بند دوه توربينونه اوس فعال دي، چې د درېيم توربين په فعالېدو سره به د برښنا په توليد کې د پام وړ زياتوالى راشي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د کورنیو تولیدي فابریکو او د هغوی د اړوندو وسایلو پر وخت ترمیم او ساتنه د افغانستان برښنا شرکت له لومړیتوبونو څخه دی.