‏د سوالګرو راټولولو کمېسیون تر دې‌مهاله شاوخوا ۵۳زره سوالګر راټول کړي چې ددې سوالګرو واقعي اړمن یې د مرستو ترلاسه کولو په موخه د افغاني سرې میاشتې ټولنې ته ورپېژندلي دي.

د کورنيو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستيال او د سوالګرو راټولولو کمېسيون مشر وايي، دغه کمېسيون د خپل فعالیت له پيله تر دې دمه ۵۳زره سوالګر راټول کړي دي.

نوموړی زياتوي، د راټول کړای شويو سوالګرو له ډلې ۱۴زره ۵۰۰ کورنۍ دغه کمېسيون له لوري اړمنې ثابتې شوې چې په خبره يې، د مرستو په موخه افغاني سرې مياشتې ټولنې ته ور پیژندل شوي دي.

د هغه په خبره، ددې سوالګرو پاتې نور يې حرفه‌يي سوالګر پېژندل شوي چې تر ثبت او بایومټریک وروسته په ضمانت خوشي شوي دي.

د چارواکو په خبره، هغه حرفه‌يي سوالګر که تر ثبت او بایومټریک وروسته بیا هم سوال کولو ته مخه کړي، په حیث محکوميږي.