له سعودي عربستان څخه د ۳۴۶ افغان حاجیانو لومړنۍ قافله نن شنبه د کابل هوايي ډګرته رسېدلي دي.

د ا.ا مرستیال ویاند حمدالله فطرت نن شنبه د جون ۲۲مه د ایکس‌پاڼه کې لیکلي له سعودي عربستان څخه د ۳۴۶ افغان حاجیانو لومړنۍ قافله نن شنبه د کابل هوايي ډګرته رسېدلي دي.

له دې سره په ‎مکه مکرمه کې د ‎حج په مراسمو کې د تودوخې له امله د مړوشویو حاجیانو شمېر ۹۲۲ تنو ته رسېدلی دی.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، د ګرمۍ له امله مړه شوي ۶۰۰ حاجیان مصریان او پات نور يې د اردن، اندونيزيا، ايران، سينيګال، تونس او عراق وګړي دي.

د راپور پر اساس، تر دې دمه ۲۰ تنه اردني حاجيان لادرکه دي.

د ا.ا د حکومت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت یوې خبرپاڼې کې ویلي وو چې سږکال د کابل، مزارشریف، هرات او کندهار له هوايي ډګرونو څخه په ۹۴ الوتنو کې ۳۰ زره افغان حاجیان یې د حج په مراسمو کې د ګډون لپاره سعودي عربستان د «جدې» ښار ته لېږدولي وو.