د ارمنستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې فلسطین یې د یو خپلواک هېواد په توګه په رسمیت پېژندلی دی.

د دغه وزارت لخوا خبرپاڼه کې راغلي چې ارمنستان په غزه کې د سمدستي اوربند د رامنځته‌کېدو په اړه د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د پرېکړه‌لیک ملاتړ کړی.

 خبرپاڼه زیاتوي چې ارمنستان غواړي د حماس او اسراییلو ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره یوه حل لاره ومومي.

تر دې وړاندې ناروې، هسپانیا او ایرلنډ فلسطین د یو خپلواک هېواد په توګه په رسمیت پېژندلی و.